په مرستندويه توکو بار لارۍ غزې ته رسېدلي
CMG2024/05/27 10:49:12
شريکول:

په غزه کې يوې فلسطيني سرچېنې د مې په ۲۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په مرستندويه توکو بار لارۍ په همدې ورځ د اسرائيل او غزې ترمنځ د کېريم شلوم بندر له لارې غزې تړانګې ته رسېدلي دي.

دا د روانې مياشتې له پيل راهيسې لومړی ځل دی، چې مرستندويه توکي غزې ته لېږدول شوي دي.

د يادې سرچېنې په قول، ياد مرستندويه توکي د اسرائيلي لوري تر پلټنې وروسته غزې ته لېږدول شوي او د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، ولسمشر محمد فتح السيسي په همدې ورځ له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره ټليفوني خبرې کړې او موافقه يې کړې، چې غزې ته مرستندويه توکي د لنډمهال لپاره د کېريم شلوم بندر له لارې ولېږدول شي، څو له فلسطيني اړخه رفح بندر بيا پرانيستل شي.