د ډيموکراټيک مترقي ګوند چارواکي بايد د روغتيا له نړيوال سازمان د رد کېدو په اړه فکر وکړي
CMG2024/05/28 15:12:36
شريکول:

د روغتيا ۷۷ مه نړيواله غونډه د مې په ۲۷مه نېټه د سويس په جنيوا کې پيل شوې او د جون تر لومړۍ نېټې به روانه وي. له حيرانتيا پرته، د تايوان سيمې چارواکي د اتم پرلپسې کال لپاره پر دې بريالي نه شول چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. تايوان ولې د روغتيا په نړيواله غونډه کې ګډون نه شي کولی؟

 

دا يوه متوقع پايله ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې سياسي ګوندونه او نړيوال سازمانونه ملاتړ کوي. دا چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت د ټول چين اصلي او قانوني حکومت دی چې د واحد چين استازيتوب کوي، نو د روغتيا په نړيواله غونډه کې د تايوان سيمې ګډون هم بايد د واحد چين د اصولو پر بنسټ وي. دا يو بنيادي اصل دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۲۷۵۸م او د روغتيا د نړيوالې شورا په ۲۵.۱ م پرېکړه ليکونو کې تصريح شوی دی.

 

تايوان له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې اجازه درلوده چې د روغتيا په نړيوالو غونډو کې د کتونکي په توګه ګډون وکړي. هغه مهال د تایوان تنګي دواړې غاړې د ۱۹۹۲ کال پر اجماع يا د واحد چين پر اصولو سره متفقې وې. د يادې اجماع په چوکاټ کې چين د روغتيا په نړيوالو غونډو کې د تايوان د ګډون امکانات برابر کړل. له دې ښکاري چې په يوه نړيوال سازمان کې د تايوان ګډون يا نه ګډون يوه کورنۍ مسئله ده چې د بل هېواد له لوري بايد پکې لاسوهنه ونه شي.

 

په ورته مهال، کله چې د تايوان سیمې د ډيموکراټيک مترقي ګوند چارواکو د ۱۹۹۲ کال له اجماع څخه انکار او له ۲۰۱۶ کال راهيسې یې په سرتمبګۍ سره بېلتونپالنې «د تايوان خپلواکي غوښتنې» ته مخه کړه نو د روغتيا په نړيواله غونډه کې د دې سيمې د ګډون سياسي بنسټ هم له منځه ولاړ. تازه بېلګه د تايوان سيمې د مشر لای چينګده وروستۍ وينا ده چې د دوو هېوادونو نظريه يې وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې تايوان او د چين اصلي ټاټوبی يو له بل سره نه تړي. دا د ۱۹۹۲ کال د اجماع ښکاره نقض دی چې د تنګي د دواړو غاړو تر منځ د ژورې بې باورۍ سبب شوی دی.

 

په حقيقت کې د ډيموکراټيک مترقي ګوند چارواکو په وروستيو څو کلونو کې په نړيواله کچه ډيره لابي وکړه څو د روغتيا په نړيوالو غونډو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړي. دوی ادعا کوي چې تايوان سيمه د نړيوال روغتيايي سيستم مهمه برخه ده. له دې سره سره هم حقيقت دا دی چې د ډيموکراتيک مترقي ګوند چارواکي د تايوان د خلکو روغتيا ته اهميت نه ورکوي. د بېلګې په ډول، د کرونا وبا پر مهال دوی د سياسي ملحوظاتو له کبله د چين د اصلي ټاټوبي د واکسينو له معرفي کولو څخه انکار وکړ.

 

له دې ټولو سره سره چين تل د خپلو تايواني هېوادوالو د روغتيا او سلامتيا په اړه فکر کوي او په نړيوالو روغتيايي نوښتونو کې د تايوان د ګډون امکانات برابروي. په تېرو څو کلونو کې د تايوان ۲۸ متخصصينو په ۲۱ ډلو کې د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري په تنظيم شويو تخنيکي فعاليتونو کې ګډون کړی دی.

 

د ډيموکراټيک مترقي ګوند د چارواکو موخه دا ده چې د تايوان مسئله نړيواله کړي. دوی د چين پر اصلي ټاټوبي د تايوان د ځپلو تور لګوي څو په دې توګه د نړيوالو ملاتړ او خواخوږي ترلاسه او پر ټاپو خپل کنټرول پياوړی کړي.  په ورته مهال متحد ايالتونه او متحدين یې د تايوان له سيمې سره د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره سياسي مانورونه کوي، خو ځايي چارواکي او د تايوان اوسيدونکي بايد پوه شي چې دا رنګه بدخواهانه اعمال له ناکامۍ سره مخ کېدونکي دي او د تنګي د دواړو غاړو اړيکې لا ډيرې زيانمنولی شي.

 

د بېلګې په ډول د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مې په لومړۍ نېټه د روغتيا نړيوال سازمان په پوره قوت سره وهڅاوه چې د روغتيا په سږنۍ غونډه کې تايوان سيمې ته د څارونکي په توګه د ګډون بلنه ورکړي. خو لکه څرنګه چې مخکې هم وویل شول، په نړيوالو سازمانونو کې د تايوان ګډون بايد د واحد چين د اصولو پر بنسټ او د ۱۹۹۲ کال اجماع ته د تايوان سيمې د چارواکو د پابندۍ پر بنسټ وي. دا يوه بنيادي اړتيا ده چې د تايوان سيمې ځايي چارواکي یې بايد پوره کړي، بهرنيو قوتونو ته په دې مسئله کې د لاسوهنې هيڅ مجال نشته.

 

د روغتيا په نړيواله غونډه کې د تايوان سيمې نه ګډون د تايوان د مسئلې په اړه د نړيوالې ټولنې د اجماع پراخ او څرګند وضاحت دی. د واحد چين اصول په نړيواله کچه منل شوې اجماع او د معاصرو نړيوالو اړيکو معيار دی.

 

اوس دا روښانه شوې چې د ډيموکراټيک مترقي ګوند چارواکي د تايوان سيمې د عامې روغتيا په نيت د روغتيا په نړيوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه نه کوي، بلکې غواړي چې له سياسي امتيازاتو یې برخمن شي او په نړيوال سټيج سياسي لوبه نندارې ته وړاندې کړي. د ډيموکراټيک مترقي ګوند نوي چارواکي بايد د نړيوالو سازمانونو په غونډو کې له ګډون څخه د منعه کيدو پر اصلي دليل تمرکز وکړي. لکه څرنګه چې د چين د بهرنيو چارو وزير هم وويل، د واحد چين د اصل ننګول د پرمختګ لارې تړي.