په جنيوا کې د روغتيا ۷۷مه نړيواله غونډه پيل شوه
CMG2024/05/28 14:45:08
شريکول:

د روغتيا ۷۷مه نړيواله غونډه د مې په ۲۷مې نېټې د سويس په جنيوا کې ((هر څه د روغتيا په پار او هر کس له روغتيا برخمنېدل)) په سرليک پېل شوې، چې ۶ ورځې به دوام ولري.

د مالوماتو له مخې، د غونډې ګډونوال به د روغتيا نړيوال سازمان ۱۴م عمومي کاري پلان تصويب کړي.

په دغه پلان کې له ۲۰۲۵م کال څخه تر ۲۰۲۸م کال پورې د روغتيا نړيواله ستراتيژي لیکل شوې او موخه يې دا ښودل شوې، چې نړيواله ټولنه پر انساني روغتيا د اقليمي بدلون، د نفوس د زړېدو، کډوالۍ او د تخنيکي پرمختګ اغېزو ته پاملرنه وکړي او اړوند اقدمات ترسره کړي.

د غونډې ګډونوال به د وبا ضد تړون د جوړولو او د روغتيا د نړيوالو مقرراتو د اصلاحاتو په اړه هم سلامشورې وکړي او د اقليم او روغتيا، د ناڅاپې پېښو په اړه د روغتيا نړیوال سازمان د کارونو، ساري او غير ساري ناروغيو، رواني او ښځينه ناروغيو او د روغتيا نړیوال سازمان د اصلاحاتو په شمول د يو لړ چارو په اړه به پرېکړه وکړي.