روغتيا نړيوال کنفرانس يو ځل بيا د تايوان د ګډون وړانديز رد کړ
CMG2024/05/28 11:15:56
شريکول:

د روغتيا ۷۷م نړيوال کنفرانس د مې په ۲۷مې نېټې د سويس په جنېوا کې پرانيستل شو او په دغه کنفرانس کې د کتونکي په توګه د تايوان د ګډون په اړه د څو هېوادونو وړانديز يې بیا رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د روغتيا نړيوال کنفرانس ته ويلي، چې په دغه کنفرانس کې د چين د تايوان سيمې د ګډون په اړه د بېجينګ دريځ روښانه او د يو چين پېژندې پر اصل ورټول دی. دا د ملګرو ملتونو د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک او د روغتيا نړيوال کنفرانس د ۲۵.۱م پرېکړه ليک کې هم تائيد شوی دی.

نوموړي ويلي، د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند په مشرۍ د تايوان سيمه ييز قدرت پر بيلتون غوښتنې ټينګار لري، نو په دغه کنفرانس کې د دې سيمې د ګډون سياسي بنسټ ځای نه لري.