
د روغتيا ۷۷مې نړيوالې غونډې شورا او عمومي ناستې د مې په ۲۷مې نېټې د دغه سازمان په اجنډا کې د ځینو هېوادونو هغه لایحه رد کړې، چې غواړي تایوان پکې د کتونکي په توګه ګډون وکړي.
نړيوالې ټولنې په دغې غونډې کې د تايوان د نه ګډون په اړه د چین له دريځ څخه ملاتړ ښودلی او څه باندې سلو هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ته پيغام لېږلی، چې د چين د دريځ ملاتړ وکړي.
د چين له دريځه د ګڼو هېوادونو ملاتړ په دې مانا دی، چې د يو چین پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې له ارزښت او تاريخي تمايل سره سمون لري.