چين او امريکې د سمندري چارو په اړه د دويمې دورې سلا مشورې کړي
CMG2024/05/28 11:17:38
شريکول:

چين او امريکې د مې په ۲۴مې نېټې د سمندري چارو د دويمې دورې انلاين سلا مشورې ترسره کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سرحدي سيمو او سمندري چارو ادارې مشر هونګ ليانګ د امريکا خارجه وزارت د چيني چارو همغږي کوونکي او د ختيځې اسيا د چارو ادارې مرستيال مشر مارک لامبيرټ په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.

دواړو خواوو د سمندري حالاتو او ځينو مسئلو په اړه د نظريو تبادله کړې او موافقه يې کړې، چې خپلمنځي ډيالوګ او تبادلې به وساتي، د ناسمې پېژندنې او غلط فهمۍ څخه به ډډه وکړي او سمندري خطرونه به کنټرول کړي.

چين په دغې غونډې کې د خپلو شاوخوا سمندري سيمو کې د امريکې پاروونکو او تيري کړنو ته جدي پاملرنه کړې او ورڅخه يې غوښتي، چې د بشر، عرضي تماميت او سمندري حقونو او ګټو ته درناوی وکړي، د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ په سمندري مسئلې کې دې لاسوهنې پای ته ورسوي، د چين د پرمختګ د مخنيوي ډلې دې نه جوړوي او سيمه ييزه سوله اوثبات نه دې خرابوي.