د ازبکستان او روسیې ولسمشرانو لېدنه کړې
CMG2024/05/28 11:19:25
شريکول:

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د مې په ۲۷مې نېټې په تاشکند کې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدلي او په خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

دواړو مشرانو د ازبکستان او روسیې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په هکله سلا مشورې کړې دي.

د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې له مخې يې دواړو سیالانو د ازبکستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو د سويې پر له پسې لوړتيا خوښې څرګنده کړې ده.

خبر وايي، د دواړو هېوادونو سوداګريز حجم او په ازبکستان کې د روسیې د پانګونې اندازه نوره هم زياته شوې، په توليدي چارو کې يې همکاريو پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو د پروژو عمومي ارزښت ۴۵ ميليارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

دواړو خواوو د متقابلو پانګونو د ډګر جوړولو په هکله هم ګډې نظريې تبادله کړي او د سيمه ييزو همکاريو د لا پراختيا هيله يې ښودلې ده.