د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ۹مه سرمشريزه د مې په ۲۷مې نېټې د کوريا جمهوریت په پلازمېنې سيول کې ترسره شوه.
د چين صدراعظم لي چيانګ هم په دغې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي، چې دغه سرمشريزه د درېو هېوادونو د همکاريز ميکانيزم د جوړېدو د ۲۵مې کليزې په درشل او له ۴ کلن ځنډ وروسته ترسره شوې او دا يې د درېو هېوادونو د همکاریو بيا پيل بللی دی.
نوموړې ويلي، هېواد يې له يادو هېوادونو سره خپلمنځي همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.
د چین صدراعظم لي چيانګ یادې سرمشريزې ته د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا په پار پنځه وړانديزونه کړي دي:
۱- چين، جاپان او کوريا جمهوريت دې خپلمنځي همکارۍ بيا پيل کړي.
۲- درې واړه هېوادونه دې خپلمنځي سوداګريز تګ راتګ ژور او زيات کړي.
۳- چين، جاپان او کوريا جمهوريت دې د تخنيکي نوښت همکاريو ته پرمختګ ورکړي.
۴- درې واړه خواوې دې کلتوري تبادلې زياتې کړي.
۵- چين، جاپان او کوريا جمهوريت دې د تلپاتې پرمختګ لپاره هڅې وکړي.