شي جين پينګ به د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو ۱۰مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
CMG2024/05/28 11:15:51
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲۷مې نېټې د چين او عربي هېوادونود همکارۍ فورم د وزيرانو ۱۰مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په پار خبري ناسته ترسره کړې ده.

ياد وزارت ويلي، دغه غونډه به د مې په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به يې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

په دغې غونډې کې به د مشرانو د ګډو نظريو د پلي کولو، په بېلا بېلو برخو کې د چين او عربي هېوادونو د همکاريو د پراختيا او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هکله بحثونه وشي او مشخص تدبيرونه به پکې وڅيړل شي.

په دغې غونډې کې به يو لړ اسناد تصويب او د چين او عربي هېوادونو ګډې نظريې به پکې بيان شي، د راتلونکي پړاو همکاريز پلان او د فلسطين مسئلې په هکله به د چين او عربي هېوادونو ګډ اواز پورته شي.