د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۸ مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د دولت د رئیس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د کلتور او سېلانۍ وزير سون یه لي به د السلوادور د حکومت په بلنه د جون په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.