پاکستان د داسو د ترهګريزې پيښې په تړاو ۱۱ کسان نيولي
CMG2024/05/28 11:18:36
شريکول:


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ملي ادارې د مې په ۲۶مې نېټې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې يوه خبري ناسته ترسره کړې او پکې يې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې د داسو بند په ترهګريزې پېښې کې د لاس لرلو په تور يوولس بريدګر نيولي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي، چې ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو د بهرنيو استخباراتي ادارو په مالي ملاتړ په افغانستان کې د داسو ترهګريزه پيښه پلان کړې وه او وروسته یې په پاکستان کې پر چينايانو بريد کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې د ټي ټي پي په شمول د ترهګرو پر ضد ټينګه مبارزه وکړي، یاد ترهګر دې ونيسي او پاکستان ته دې يې وسپاري.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد دولتي ادارې يو همغږۍ کوونکي د دغې دوسيې په اړه رسنيو ته مالومات ورکړي دي.

نوموړي ويلي، پلټنې او شواهد ښيي، چې دغه يو ځانمرګی برید و او د متقي په نوم يوه افغان وګړي ترسره کړی دی.

د نوموړي په وينا، دغه افغان وګړي ته په کونړ کې روزنه ورکړل شوې او د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې له درېيو نورو ترهګرو سره پاکستان ته داخل شوی، د ټي ټي پي تر ترتيباتو لاندې د دغه هېواد په څو ځايونو کې پټ شوی او بريد ترسره کولو ته يې انتظار کړی دی.

هغه ويلي، په دغه برید کې له چاوديدونکو موادو ډک موټر کارول شوی او دغه موټر د ۲۰۲۴م کال د مارچ په پيل کې د ټي ټي پي د غړو له لارې د پاکستان او افغانستان د سرحدې سيمې له لارې په ناقانونه توګه پاکستان ته اړول شوی دی.