ايران به ژر د ولسمشريزو ټاکنو بهير پيل کړي
CMG2024/05/28 10:26:22
شريکول:

د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د مې په ۲۶مې نېټې خبر ورکړ چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي په همدې ورځ د دغه هېواد د ۱۴مې دورې ولسمشريزو ټاکنو بهير د پيل اعلان کړی دی.

د تازه ټاکل شوي مهال ويش له مخې،  په ايران کې به ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم  ليکنې لړۍ د مې له ۳۰مې نېټې څخه د  جون تر ۳مې نېټې پورې دوام ولري او د جون له ۱۲مې څخه تر ۲۷مې پورې به د نوماندانو ترمنځ ټاکنيز کمپاينونه او ټاکنې به د جون په ۲۸مې نېټې ترسره شي.