د چین هانګجو کې د مصنوعي ځيرکتيا چارو علاقه دارۍ عمومي ارزښت ۸۵ ميليارډو يوانو ته رسیدلی
CRI2024/05/28 10:50:07
شريکول:

د چین د جه جیانګ ولایت د هانګجو ښار په یو هانګ ولسوالۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا چارو علاقه دارۍ د ډيجيټل ښار بڼه خپله کړې او ډېری ډيجيټلي توليدات پکې موندل کيږي.

په دغه علاقه داري کې د مصنوعي ځيرکتيا عينکونو او ځیرکي روباټونو په شمول ډول ډول توليدات ليدل کېږي.

دغه صنعتي علاقه داري د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ د پرمختګ او اړوندو توليداتو د  څېړلو په پار جوړېږي.

دغه علاقه داري تر اوسه د عالي ټکنالوژۍ څېړلو ۲۰ ارګانونه او ۱۲۲۷ نوښتګر پروګرامونه ځانته راجلب کړي، چې نږدې ۱۲۷۰۰ تنه پکې دنده لري او ۹۳ شرکتونو څه باندې ۸۵ مليارډ يوانو پانګونه تر لاسه کړي دي.