په بېجينګ کې د انځورګرې چانګ شانا هنري نندارتون پرانيستل شو
CRI2024/05/28 14:42:59
شريکول:

د چيني انځورګرې چانګ شانا د ۸۰ کلنو هنري چارو نندارتون په پلازمېنې بېجینګ کې  پرانیستل شو.

 په دغه نندارتون کې د چين د دون هوانګ کلتور او چانګ شانا ترمنځ د کېسې په اړه نږدې ۴۰۰ هنري شاهکارونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

راځئ، د دون هوانګ د دیوالي انځورونو له ښکلي هنر څخه خوند واخلئ.