شي جين پينګ د لوړ کيفيت لرونکو دندو پر هڅولو ټينګار وکړ
CMG2024/05/29 15:15:53
شريکول:

 د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د لوړ کيفيت لرونکو دندو د رامنځته کولو، د کارکوونکو د خوشالۍ، خونديتوب او رضايت احساس د دوامداره لوړولو لپاره پر لا ډيرو هڅو ټينګار وکړ.

رئیس شي جين پينګ دا څرګندونې د مې په ۲۷مې نېټې په داسې حال کې چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بیورو د ۱۴مې ډله ییزې زده کړې مشري یې کوله، وکړې. ګډونوالو د رئیس شي خبرې په دقت سره واوريدې او وروسته یې په تړاو بحث وکړ.

د چين د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د دندو رامنځته کول د هېواد په اداره کولو کې د ګوند د رهبرۍ په لومړيتوب کې دي چې په ترڅ کې یې هر کال په اوسط ډول ۱۳ ميليونه ښاري دندې رامنځته کيږي.

رئیس شي يادونه وکړه چې دندې د خلکو د هوساينې ډېره بنيادي برخه ده چې له يوې خوا د خلکو له فوري ګټو او د هېواد له سالمې اقتصادي او ټولنيزې پراختيا او له بلې خوا په اوږد مهال کې له سولې او ثبات سره تړلې دي.

د رئیس شي په خبره موږ ډېر ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړو لکه د دندو د رامنځته کولو لپاره پر پراختيا تکيه کول، د دندو د شمېر د ډيرولو لپاره د ځانګړو کليدي ګروپونو په نښه کول او د تشبث له لارې د دندو پر مخ وړل. هغه د يادو تمرينونو د اوږدمهاله پلي کولو او دوامداره ښه کولو غوښتنه وکړه.

چين په پام کې لري چې روان کال په ښاري سيمو کې له ۱۲ ميليونو د ډيرو دندو په رامنځته کولو سره د سروې شوې بې روزګارۍ کچه تقريبا ۵.۵ سلنه وساتي. د سروې شوې ښاري بې روزګارۍ کچه د جنوري – اپريل مياشتو په موده کې ۵.۲ سلنه وه.

رئیس شي وغوښتل چې د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا د لومړنۍ موخې په توګه بايد د کافي او لوړ کيفيت لرونکو دندو رامنځته کيدو ته لومړيتوب ورکړل شي او د پراختيا له لارې دې د نورو دندو د رامنځته کېدو هڅه وشي.

ده وويل، د کافي او لوړ کيفيت لرونکو دندو د رامنځته کولو د هڅو د يوې برخې په توګه بايد داسې تدابير ونيول شي چې له سيمه ييزو شرایطو سره سم د لوړ کيفيت نوی کاري ځواک را منځته شي.

هغه زياته کړه چې هېواد یې بايد د کارګومارنې د لوړ ظرفيت لرونکو فابريکو او تصديو د ودې ملاتړ او د کارو بار نويو ډولونو او شکلونو ته پراختيا ورکړي څو لا ډيرې دندې رامنځته شي.

شي، دغه راز وغوښتل چې د لا ډيرو دندو د رامنځته کېدو لپاره دې د لویو پروژو، پر دندو د توليدي ځواک د ويش د اغيزو د ارزونې د پياوړي کولو او د مالي، پولي، پانګونې، مصرفي، صنعتي او سيمه ييزو پراختيايي سياستونو د اسانه کولو له لارې استخدام ته مساعد پراختيايي ماډل رامنځته شي.

هغه وويل چې د کاري ځواک د پراختيا د بهير د تحليل او ارزونې لپاره بايد هڅې وشي او پر بنسټ یې د سرچينو ويش او د لوړو زده کړو څانګې تعديل شي.

رئیس شي يادونه وکړه چې د مسلکي زده کړو پياوړتيا او د هېواد د اوږدمهالي مسلکي روزنې سيستم ته وده ورکول هم اړين دي.

هغه د کار بازار د اړتياوو د پوره کولو په موخه په ځانګړو سکټورونو کې د کارګرو د کمښت ستونزې د بنيادي علت د موندلو لپاره د هڅو غوښتنه هم وکړه.

هغه په ځانګړي ډول د کالجونو د فارغانو او نورو ځوانانو لپاره د دندو د رامنځته کولو لپاره د حمايتي سياستونو پر ودې ټينګار وکړ. تمه ده چې په چين کې به سږ کال ۱۱.۷ ميليونه کسان له کالجونو فارغ شي.

رئیس شي وويل چې د مهاجرو کارګرانو لپاره د دندو د رامنځته کولو، له بېوزلۍ د وتلو خلکو په شمېر او د هغوی په عوايدو کې د ثبات ساتلو او له هغو ډلو سره د لا ډيرو مرستو کولو لپاره چې د دندو په موندلو کې ستونزې لري بايد ګڼ شمېر تدابير ونيول شي. ده زياته کړه چې په دې لړ کې بايد د پخواني خدماتي پرسونل او مېرمنو په کارګومارنې ته هم پاملرنه وشي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د کارګومارنې په سيستم او ميکانيزمونو کې بايد ژور اصلاحات راشي او د کارکوونکو ګټې او حقونه خوندي شي. هغه ګوندي کمېټو او حکومتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د دندو د رامنځته کولو اړوند چارې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ونیسي.