د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۲۹ مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوي تالار د ختيځې دروازې په بهر ميدان کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي د هرکلي مراسم ترسره کړل.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د شي جين پينګ په بلنه په رسمي سفر چين ته راغلی او په دغه هېواد کې به د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو د لسمې غونډې د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړي.