چين او مصر د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړيکو د ژورتيا په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2024/05/29 20:38:51
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ په بلنه د مې له ۲۸ مې تر ۳۱ مې نېټې پورې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړ. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو، همکاريو او په څو اړخيزو چوکاټونو کې د خپلمنځي همغږۍ په اړه خبرې وکړې او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژیکو همکاریزو اړيکو له لویو پرمختګونو رضایت څرګند کړی او موافقه يې کړې، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو، تقنيني ارګانونو او سيمه يیزو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي او خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړيکو ته وده ورکړي.

دواړو مشرانو همدارنګه سږکال”د چين او مصر د ملګرتيا کال“ نومولی  او اعلان يې کړی، چې په روان کال کې به يو لړ ډيپلوماتيک، اقتصادي او سوداګريز، پانګيز، کلتوري او سېلانيز فعاليتونه ترسره کړي ، څو په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي اړيکو ته وده ورکړي.

سږکال د چين او مصر ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړيکو ۱۰مه کليزه ده.