د تایوان د بېلتون غوښتونکو دسيسه به خامخا شنډيږي
CMG2024/05/29 15:09:13
شريکول:

د روغتيا د ۷۷مې نړيوالې غونډې د مې په ۲۷مې نېټې د دغې غونډې په اجنډا کې د ځینو هېوادونو هغه لایحه رد کړې، چې غواړي تایوان پکې د کتونکي په توګه ګډون وکړي. دا اتم ځل دی چې د روغتيا نړيوالې غونډې کې تايوان ته د ګډون اجازه نه ورکوي او دا په بشپړه توګه روښانه کوي، چې د يو چین د پېژندنې اصل د خلکو له ارزښت او تاريخي تمايل سره سمون لري.

د تايوان سيمې ډيموکراتيک پرمختګ ګوند په دې وروستيو کې له بهرنيو ځواکونو سره سياسي ډرامې شروع کړې او د نړۍ عامه ګټو ته زیانونه رسوي او هم خپل ځان بدناموي، خو د بېلتون غوښتنې دسیسه به یې خامخا ناکاميږي.

د تايوان سيمې نوي مشر لای چينګده څو ورځې مخکې په ډاګه ويلي، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې يو په بل پسې تړاو نه لري او هڅه یې وکړه چې د خپلواکۍ په لټه کې پر بهرنیو هېوادونو تکیه وکړي.

نوموړي د روغتيا روانه نړيواله غونډه د تايوان د خپلواکۍ لپاره يو فرصت باله او د سيمې د روغتيايي چارو د چارواکو په شمول د بېلا بېلو چارواکو د څرګندونو او د ډول ډول فعاليتونو د ترسره کولو له لارې يې د يادې غونډې له ګډونوالو يې غوښتنه کړې وه، چې تايوان ته په دغې غونډې کې د ګډون اجازه ورکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن هم په يوې اعلاميې کې هڅه کړې وه، چې تايوان د کتوونکي په توګه په یادې غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم دوی ډېرې هڅې وکړې، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې. په دغې غونډې کې د تايوان د ګډون په اړه د ځينو هېوادونو ياده لايحه د چټل نويس کاغذ په څېر ده، ځکه دغه لايحه د يو چین د پېژندنې له اصل سره په ټکر کې ده.

يو چین د پېژندنې اصل د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۲۷۵۸م نمبر پرېکړه لیک او د روغتيا د نړيوالې غونډې ۲۵.۱ نمبر پرېکړه ليک له مخې ټاکل شوی بنسټيز اصل او د روغتيا د نړيوالې غونډې په شمول د نړيوالو سازمانونو په فعالیتونو کې د تايوان د ګډون لپاره مخکښ شرط دی. د روغتيا نړيوالې غونډې له مسلسلو څو کلونو راهيسې د تايوان د ګډون لايحه ردوي او دا دې ښکارندويي کوي، چې نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو د منشور د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو د ساتلو په اړه ګډې نظريې لري.

د تايوان چارواکي باید دا تر کتنې او څېړنې لاندې ونیسي، چې ولې يې له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې د کتوونکي په توګه د روغتيا په نړيوالوغونډو کې ګډون کړی و، خو وروسته یې ونشو کولی، چې ګډون پکې وکړي؟

ځکه د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند واک ته تر رسېدو وروسته د دې سیمې د خپلواکۍ پر تګلارې ټينګار کړی او د يو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ د ۱۹۹۲م کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو ګډې نظريې يې له پامه غورځولي دي او په دې سره یې د روغتيا نړيوالې غونډې کې د تايوان د ګډون سياسي بنسټ له منځه تللی دی.

د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند لاهم په دغې غونډې کې د ګډون ارمان لري او غواړي د کرونا وبا د مخنيوي په پلمه د نړيوالې ټولنې خواخوږي ترلاسه کړي، خو دا یې يوه سياسي ننداره ده.

د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلک د چین د يوې لويې کورنۍ غړي دي. د چين مرکزي حکومت تل د تايوان د خلکو نيکمرغۍ ته ډېره پاملرنه کوي او د يو چین د پېژندنې د اصل پر بنسټ يې د نړۍ په روغتيايي چارو کې د تايوان د برخې اخيستنې په اړه کارونه ترتيب کړي دي. په تايوان کې د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره اړوند دفتر شتون لري او د دې سیمې د روغتیايي چارو کارپوهانو هم کولی شي، چې په انفرادي ډول د دغه سازمان په تخنيکي فعاليتونو کې برخه واخلي. تېر کال هم ۲۴ تايواني کارپوهانو د روغتيا نړيوال سازمان په اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی و.

داسې ښکاري، چې د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند يوازې د خلکو د روغتيا د ساتنې په پلمه د دې سيمې خپلواکي غواړي.

د نړۍ زياتره هېوادونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پر ۲۷۵۸م نمبر پرېکړه ليک او د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د روغتيا نړیوالې غونډې کې د تايوان له ګډون سره مخالفت کوي. څه باندې سلو هېوادونو د روغتیا نړيوال سازمان عمومي مدير ته پيغام ليږلی او د چين له دريځ څخه يې ملاتړکړی دی.

په نړۍ کې يوازې يو چين شته او تايوان يې يوه برخه ده او همدا حقيقت دی.

د يو چین پېژندنې اصل نه شي بدليدای او د تايوان د خپلواکۍ دسيسه به خامخا شنډيږي.