چين او استوايي ګيني د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2024/05/29 12:34:50
شريکول:

د استوايي ګيني ولسمشر ټيوډورو اوبيانګ نګويما مباسوګو د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په رسمي بلنې د مې په ۲۷مې نېټې پلازمېنې بېجينګ ته په پنځه ورځني سفر تللی دی.
نوموړي په بېجينګ کې له خپل چيني سیال سره کتلي او په صميمانه او دوستانه چاپېريال کې ورسره خبرې کړې دي.
دواړو سیالانو د دواړو هېوادونو او د چين او افريقا د اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او پراخو ګډو نظريو ته رسیدلي دي.
د چين او استوايي ګيني مشرانو د مې په ۲۸مې نېټې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو ګډه اعلاميه خپره کړې ده.