پنګ لي يوان د استوايي ګيني د ولسمشر له مېرمنې کونسټانسيا سره وکتل
CMG2024/05/29 12:34:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د مې د ۲۸مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د استوايي ګيني د ولسمشر ټيوډورو اوبيانګ نګويما مباسوګو له مېرمنې کونسټانسيا سره کتلي دي.
پنگ لي یوان ويلي، چې مېرمن کونسټانسيا د خېر ښېګڼې له چارو سره مينه لري، د ښځو له کارونو څخه ملاتړ کوي او له اوږدمهال راهيسې په تعليمي او روغتيايي چارو کې کار کوي.
نوموړې استوايي ګيني او چين ښه ملګري او دوستان ياد کړي او هيله یې ښودلې، چې دواړه هېواد به خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ پراخې کړي، په ګډه به د ښځو د حقونو او ګټو ساتنه وکړي، د تعليم او عامې روغتيا سويېبه لوړې کړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.