د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ۲۹مې نېټې په ۲۰۲۳م کال کې له بشري حقونو څخه د امريکا د تېري کولو راپور خپور کړی او د حقیقتونو او مالوماتو له مخې يې پکې د دغه هېواد د بشري حقونو خراب وضعيت سپړلی او څېړلی دی.
چين له امريکې غوښتي، چې د بشري حقونو پر وړاندې ستونزې لرې او د امريکايانو هيلې پوره او د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د چين دغه راپور په څو برخو ويل شوی، پېل یې په سريزې شوی او ورپسې د امريکې مدني او سیاسي حقونه په تشو خبرو بدلېدل، د نژاد پرستۍ دوامدارې ناوړې اغېزې، اقتصادي او ټولنیزه نابرابري، د ښځو او ماشومانو د حقونو پيمالېدل، د بې اسنادو کډوالوغمجن وضعیت او د امریکا تسلط او بشري کړکېچونه پکې راسپړل شوي دي.
د دې راپور د منځپانګې لنډیز په څو ټکو ورټول دی.
راپور وايي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې په امریکا کې د بشري حقونو وضعیت د پر له پرسې خرابېدو په حال کې و او بشري حقونه يې د ۲ قطبي اړخونو په لوري روان وو. د عامو خلکو اساسي حقونو او ازادۍ ته د هغو کسانو په پرتله، چې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو واکمنو پوسټونو کار کوي، لږه پاملرنه شوې ده.
په امريکا کې مدني او سیاسي حقونه په تشو خبرو بدل شوي، د ټوپک تاوتریخوالي د خلکو ژوند ته سخت ګواښ پېښ کړی او سیاسي ګوندونه يې په خپلمنځي سختو لانجو او ناندريو بوخت دي، چې له امله يې په دغه هېواد کې د ټوپک د کنټرول هوکړه ستونزمنه شوې ده.
په امريکې کې د پولیسو تاوتریخوالی مخ په ډېریدو دی او د قانون پلي کولو په برخه کې يې اړوند سیسټمونه اغېزمن نه دي.
راپور وايي، په امريکې کې د ډله يیزو بندیانو او اجباري کارونو ستونزې خورا سختې شوې دي. په سیاسي چارو کې د قطبي کېدو سخت وضعیت په شدت دوام لري، په ټاکنیزو چارو کې يې لاسوهنه په چټکۍ روانه ده او د حکومت اعتبار يې مخ په کمېدو دی.
په امريکا کې نژاد پرستۍ سخت زور اخیستی او خورا ناوړې پایلې لري، افریقایي الاصله امریکایان د قانون پلي کولو او طبي برخو کې له سخت نژادي تبعیض او نابرابرۍ سره مخ دي، د اسیايي الاصله امريکايانو پر وړاندې تبعیض پکې په زياتېدو دی، بومي اینديان پکې له اوږدمهال راهیسې سخت ځپل کيږي او نژاد پالنه پکې په چټکۍ خپريږي.
په راپور کې په ټينګار ويل شوي، چې په امريکې کې اقتصادي او ټولنيزې نابرابرۍ مخ په سختېدو دي او دغه هېواد همېشه ((د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال تړون)) له تصویبېدو څخه انکار کړی، د " کارګرو بېوزلي" پکې پراخه شوې، د بې کوره وګړو شمېر يې نوی ريکارډ جوړ کړی او د بډای او غریب توپیر پکې نور هم پراخ شوی دی.
په راپور کې دې ته هم اشاره شوې، چې امریکا تر اوسه ((د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د ملګرو ملتونو تړون)) او ((د ماشومانو د حقونو تړون)) نه دي تصویب کړي.
په امريکې کې د ښځو او ماشومانو حقونه پر له پسې تر پښو لاندې کيږي او د دې تر څنګ، امریکایي سیاستوال د کډوالو حقونو او ګټو ته درناوی نه کوي او له اوږدمهال راهیسې د تسلط، یو اړخیزم او د قدرت سیاست تعقیبوي، چې له امله يې د بشري حقونو بدې پایلې رامنځته شوې دي.
په امريکا کې د بشري حقونو بیلا بیلې ستونزې شته او بشري حقونه پکې يوازې د لږ شمېر امريکايانو امتیازات ګرځيدلي دي.
د امريکې دغو ستونزو د بشري حقونو د نړيوالو چارو پر سالم پرمختګ هم بد سیوری غوړولی او پر وړاندې يې سخت ګواښونه او خنډونه جوړ کړي دي.
(ژباړه: شکريه)