شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې وکړې
CMG2024/05/29 19:52:49
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د مې د ۲۹ مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنه بېجينګ کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې وکړې.

ولسمشر عبدالفتاح السيسي د شي جين پينګ په بلنه په رسمي سفر چين ته راغلی او په دغه هېواد کې به د عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو لسمې غونډې د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړي.

شي جين پينګ عبدالفتاح السيسي ته ښه راغلاست ووایه او د مصر د ولسمشر په توګه د ده د بيا ټاکل کېدو په پار يې نوموړي ته مبارکي وويله.

شي جين پينګ وويل، سږکال د چين او مصر ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړيکو لسمه کلیزه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ډېر پرمختګ کړی او اوس له عربي، افريقايي، اسلامي او پرمختيايي هېوادونو سره د  چين د يووالي او همکاريزو اړيکو نمونه ګرځېدلی دی. ۶۸ کلونه وړاندې مصر په عربي او افريقايي هېوادونو کې لومړی هېواد و، چې د چين له ولسي جمهوريت سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې. که د نړۍ وضعيت هر ډول بدليږي، د دواړو هېوادونو يو پر بل باور به پر خپل ځای خوندي وي، يو له بل سره به صادقانه همکارۍ کوي او ګډه وده به مومي.

شي جين پينګ زیاته کړه، په نوي وضعيت کې د چين او مصر ترمنځ اړیکو ته د پراختيا او لازيات حياتي ځواک ورکول د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډې هیلې سره مطابقت لري. اوس مهال نړيوال وضعيت په چټکۍ د بې ساري بدلونونو په حال کې دی او نړۍ له يو لړ لویو ستونزو او ننګونو سره مخامخ ده. چين د نړۍ له څو قطبي کېدو له منظم بهیر او د اقتصادي نړيوالتوب له ګټور او ټولشموله بهیر څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له مصر سره خپلمنځي متقابل اعتماد او همکارۍ پياوړې کړي، نړيوال عدالت او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي او د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره خدمتونه ترسره کړي.