مصر، قطر او امريکې په غزې کې د اوربند خبرو د بيا پيل لپاره هڅې پېل کړي
CMG2024/05/29 10:15:15
شريکول:

قاهرې نيوز ټلويزيون د مې په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې مصر، قطر او امريکې په ګډې همغږۍ د اسرائيل او د حماس ترمنځ د خبرو د بيا پيل لپاره هڅې پيل کړي، څو دواړه خواوې په غزې کې اوربند وکړي او بنديان تبادله کړي.

خبر وايي، مصر پرېکړه کړې، چې د فلسطين له خلکو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي او تر امکان پورې به د فلسطينيانو حقونه وساتي.