په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مې په ٢٨مې نېټې د نړيوالې سولې او امنيت ساتلو کې د ښځو او ځوانانو د ونډې په اړه د امنيت شورا وزيرانو غونډې ته ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د نړۍ په ګڼو سیمو کې د اوربند او د تاوتريخوالي د پای ته رسيدو په پار هڅې وکړي او د ښځو او ځوانانو امنیت دې وساتي.
فو څونګ نننۍ نړۍ ډېره بې ثباته بللې او پر امنیت شورا يې غږ کړی، چې د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره خپل لومړی مسؤلیت پر غاړه واخلي او د جګړو د پای ته رسولو لپاره دې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
نوموړي د جګړو پر ښکېلو خواوو هم غږ کړی، چې د نړيوال بشري قانون له مخې خپل مکلفيتونه بشپړ کړي، په پوځي هدفونو کې دې ښځې او ځوانان نه په نښه کوي، بشري مرستو ته دې اجازه ورکړي او د شخړو هواري ته دې سياسي لارې ومومي.