اسرائيل: په رفح کې ملکيان د هوايي بريد له امله رامنځته شوي اور کې وژل شوي
CMG2024/05/29 11:09:34
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو پر ځايي وخت د مې د ۲۶مې نېټې په شپه د غزې په جنوب کې پر رفح ښارګوټي بريدونه وکړل، چې له امله یې سخت اور ولګيده او ګڼو خلکو ته پکې ځاني او مالي زيانونه ورسيدل.

د اسرائیلي پوځ ویاند دانیل هګاريد د مې په ٢٨مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هوايي ځواکونو يې په رفح ښارګوټي کې د مې د ۲۶مې نېټې په شپه هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې "ناڅاپي اور" لګيدلی او د ډېرو خلکو د وژنې سبب ګرځيدلی دی. دانيل هګاريد ويلي، چې هېواد یې د ياد اور په اړه پلټنې پېل کړې دي.

نوموړي ادعا کړې، چې ځواکونو يې په رفح ښارګوټي کې د حماس پر یوه مرکز دقیق هوايي بریدونه کړي او د حماس لوړپوړي غړي یې پکې وژلي دي. هګارېد په افسوس ويلي، چې له يادو بريدونو وروسته په سیمې کې اور لګيدلی او د ملکي وګړو ژوند يې اخيستی دی.