شي جين پينګ: ټول کارګر باید د نيکمرغۍ احساس وکړي
CMG2024/05/29 12:24:59
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مې د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د رئیس شي جينګ پينګ په مشرۍ د باکيفيته چارو او پوره کارونو د هڅونې په پار څوارلسمه ډله ييزه زده کړه ترسره کړې ده.
شي جين پينګ د باکيفيته او پوره کارونو هڅونه په نوې زمانې کې د روزګار او کارونو نوی مسئوليت بللی او ويلي يې دي، چې په هېواد کې باید داسې تګلارې عملي شي، چې له مخې يې کارګرو ته کاري زمينه مساعده او باکيفيته چارې ورسره پرمخ لاړې شي، د هېواد کارګرو ته د نيکمرغۍ او خونديتوب احساس ورکړي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د پياوړي هېواد د ابادۍ، د ملت د بيا سمسورتيا په چارو کې ټينګ بنسټ برابر کړي.