شي جین پینګ: جګړه تل دوام نشي کولی
CMG2024/05/30 14:57:46
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۰مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د ۱۰مې دورې د وزيرانو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، منځنی ختيځ د پرمختګ غوره جغرافيه لري، خو په دغې سیمې کې لا هم جګړې روانې دي. د تېر کال له اکټوبر راهیسې د فلسطین او اسرائیل تاوتريخوالی په جګړې اوښتی او خلک یې له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.

نوموړي ويلي، جګړه تل دوام نه کوي او عدالت هم تل نه پاتې کيږي.

شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې هېواد يې د ۱۹۶۷م کال د پولو پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس د پلازمېنې په توګه د يو خپلواک فلسطين د جوړېدو او په ملګرو ملتونو کې يې د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي.

چين به په غزه کې د بشري ناورين او له جګړې وروسته د بيارغونې له چارو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.