فرانسه د فلسطين رسميت پېژندنې ته چمتوالی نيسي
CMG2024/05/30 10:53:00
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د مې په ۲۸مې نېټې له المان څخه د سفر په ترڅ کې خبري رسنيو ته ويلي، هېواد یې وضعيت ته په کتو چمتوالی نيسي، چې فلسطين په رسميت وپېژني.

نوموړي ويلي، په غزې کې باید ډېر ژر اوربند وشي او اسرائيلي ځواکونه باید پر رفح ښارګوټي بريدونه پای ته ورسوي.

ناروې، هاسپانيې او ايرلنډ په همدې ورځ فلسطين په رسميت پېژندلی دی.