چیني پلاوي د تایوان مسئلې په اړه د ځینو هېوادونو ناسمو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی
CMG2024/05/30 10:36:05
شريکول:

د چين پلاوي د مې په ۲۸مې نېټې د روغتيا ۷۷مې نړيوالې غونډې په بحث کې د تايوان مسئلې په اړه د ځينو هېوادونو ناسمو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

د روغتيا نړيوالې غونډې په بحث کې يو شمېر هېوادونو غيرمسؤلانه څرګندونې او سرغړونې کړي او د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته يې زيانونه رسولي دي.

چيني پلاوي په بحث کې د یو شمېر هېوادونو د غيرمسؤلانه څرګندونو په اړه سخت احتجاج او کلک مخالفت ښودلی دی.

د روغتيا نړيوالې غونډې د روانې مياشتې په ٢٧مې نېټې په دغې غونډې کې د تايوان د نه ګډون پرېکړه وکړه او د ځينو هېوادونو وړانديزونه یې رد کړل.

چيني پلاوي هيله ښودلې، چې ياد هېوادونه به واقعیتونو ته غاړه کيږدي او د چين په کورنيو چارو کې به لاسوهنه پای ته ورسوي.

چيني پلاوي له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي، چې د روغتيا نړيوالې غونډې پرېکړې مراعات کړي، د يو چين پېژندنې پر اصل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د روغتيا نړيوالې غونډې د پرېکړو له مخې وضع شوی، ټينګار وکړي او د چين په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.