چين: امنيت شورا دې د رفح د وضعيت په اړه پرېکړه ژر تصويب کړي
CMG2024/05/30 10:45:56
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مې په ۲۹مې نېټې د امنيت شورا له غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې سياسي موخې پرېږدي او د بشر ژوند ته دې لومړيتوب ورکړي او پر امنيت شورا یې هم غږ کړی، چې د رفح ښارګټي د وضيعت په اړه پرېکړه ژر تصویب او پوره ملاتړ ترې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د امنيت شورا د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په يوې غونډې کې اسرائيلي ځواکونه په سختو ټکو غندلي، چې د نړيوالې ټولنې له ټينګ مخالفت سره سره يې پر غزې تړانګې بريدونو ته زور ورکړی او ګڼو ملکي وګړيو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

فو څونګ ويلي، نړيواله ټولنه او په تېره بيا د ملګرو ملتونو امنيت شورا دې اړين تدبيرونه ونيسي او په غزې کې د اوربند، د ژوند خونديتوب او د بشري ناورين د کمولو لپاره دې هڅې وکړي.

نوموړي د منځني ختيځ مسئلې د حل لپاره يوازينې لاره د دوو هېوادونو پلان تطبیق ښودلی دی.

 چين له فلسطين څخه ملاتړ کړی، چې د ملګرو ملتونو رسمي غړی شي.