چين غواړي له عربي هېوادونو سره ۵ همکاريز چوکاټونه جوړ کړي
CMG2024/05/30 14:39:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۰مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو په ۱۰مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د عملي همکاريو د پياوړتيا په پار د ۸ ګډو عملياتو پلان، چې رئیس شي جين پينګ د دواړو اړخونو د لومړۍ سرمشريزې په ترڅ کې وړانديز کړی و، مهم برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي ويلي، چين به د ياد پلان پر بنسټ له عربي هېوادونو سره ۵ همکاريز چوکاټونه جوړ کړي او د دواړو اړخونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو بهير به لا چټک او ګړندی کړي.

شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ ۵ همکاريز چوکاټونه داسې ښودلي دي:

۱. د نوښت د هڅولو لپاره لا ځواکمن چوکاټ

۲. د پانګونې او مالي چارو پراخ چوکاټ

۳. د انرژۍ لا هراړخيز همکاريز چوکاټ

۴. د متقابل تجارت لوی متوازن چوکاټ

۵. د کولتوري تبادلې او تګ راتګ لا پراخ چوکاټ

(ژباړه: شکريه)