د چین او عربي هېوادونو همکارۍ فورم کې يو لړ مهم اسناد تصویب شول
CMG2024/05/30 17:02:58
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو لسمه غونډه د مې په ۳۰مې نېټه په بېجينګ کې په بريالۍ توګه تر سره شوه او يو لړ لاسته راوړنې يې رامنځته کړې. په دې غونډه کې دری مهم اسناد((د بېجينګ اعلان))، (( د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۶م کال د عملیاتو پلان ))او (( د فلسطين مسئلې په اړه د چين او عربي هېوادونو ګډه اعلامیه )) تصویب شوي دي. د دې ترڅنګ، چين لا هم د دې غونډې په ترڅ کې له ګډونوالو هېوادونو او د عرب لیګو له دارالانشأ سره دوه اړخيز او څو اړخیز همکاريز تړونونه لاسلیک کړي دي.