شي جين پینګ: چين به په ۲۰۲۶م کال کې د چين او عربي هېوادونو د دوهمې سرمشريزې کوربه وي
CMG2024/05/30 14:30:42
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو لسمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، بېجينګ د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې د موافقې پر پلي کولو خوښ دی او هیله يې ښودلې، چې له عربي هېوادونو سره د سرمشريزې لارښوونکی رول پياوړی کړي او د دواړو خواوو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

شي جين پينګ ويلي، چين به په ۲۰۲۶م کال کې د چين او عربي هېوادونو د دوهمې سرمشريزې کوربه وي او باور يې ښودلی، چې دغه سرمشريزه به د دواړو خواوو د اړیکو لپاره يوه بله ارزښتناکه پېښه وګرځي.