راپور: په ۲۰۲۳ کال کې په متحدو ايالتونو کې د بشري حقونو وضعيت د خرابېدو په حال کې و
CMG2024/05/30 15:28:03
شريکول:

 

د چين ولسي جمهوريت د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ په ۲۰۲۳ کال کې په متحدو ايالتونو کې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو يو راپور خپور کړ چې ښيي تېر کال په متحدو ايالتونو کې د بشري حقونو وضعيت په پرلپسې توګه د خرابېدو په حال کې و.

 

په راپور کې راغلي: «په متحدو ايالتونو کې بشري حقونه په ډيريدونکي ډول د قطبي کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې چې حاکم اقليت سياسي، اقتصادي او ټولنيز تسلط لري، د عامو خلکو اکثريت په ډيريدونکي ډول څنډې ته شوی، اساسي حقونه او ازادۍ یې له پامه غورځول شوې دي». راپور کې زياته شوې چې ۷۶ سلنه امريکايان پر دې باور دي چې هېواد يې ناسم لوري ته روان دی.

 

د وسله وال تاوتريخوالي په خپريدو سره سياسي او مدني حقونه تشې خبرې دي

 

سياسي ناندرۍ، د حکومتي چارو ګډوډي او د حکومت ناکامي په متحدو ايالتونو کې د مدني او سياسي حقونو د نه خونديتابه سبب شوي. په ورته مهال د وسلو د کنټرول په تړاو دوه ګوندې اجماع هم لا ګونګه ده چې د ډله ييزو ډزو د پېښو له ډيريدو سره یې مرسته کړې ده.

 

د وسله وال تاوتريخوالي د ارشيف د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې په متحدو ايالتونو کې د ډله ييزو ډزو لږ تر لږه ۶۵۴ پېښې شوې وې. د وسله وال تاوتريخوالی له کبله ۴۳ زره تنه وژل شوي چې د ورځو په حساب په منځنۍ کچه ۱۱۷ تنه کيږي.

 

 د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۸مه نېټه د پيو څيړنیز مرکز پر وېبپاڼه د يوې نظرپوښتنې په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې وسله وال تاوتريخوالی یوه پراخه او زياتېدونکې ملي ننګونه ګڼل کيږي.‎ په نظرپوښتنه کې ۵۸ سلنه ګډونوالو د وسلو د کنټرول لپاره د قوانينو د سختيدو پلويتوب کړی او ۶۰ سلنه بالغ امريکايانو بيا پر دې باور دي چې وسله وال تاوتريخوالی په متحدو ايالتونو کې د اوس وخت تر ټولو لويه ملي ننګونه ده.

 

د پوهنتونونو د استادانو د امريکايي اتحاديې رييسې ايرنې مولوې وسله وال تاوتريخوالی د نه منلو وړ ملي ګواښ بللی او د متحدو ایالتونو له حکومته یې غوښتي چې د وسلو د کنټرول اړوند سياستونه اصلاح کړي. په متحدو ايالتونو کې د وسلو له کبله د اوښتل کېدونکې مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا جدي اندېښنې هم را پارولې دي.

 

په نوي راپور کې ويل شوي چې امريکايي سياستوال د پیسو او شخصي ګټو په لالچ کې د وسلو د کنټرول په تړاو د نړيوالې ټولنې او په کور د ننه د عامو خلکو غوښتنې له پامه غورځوي؛ له همدې کبله متحد ايالتونه د اوږدې مودې لپاره په اغیزناک ډول د وسلو تکثير نه شي کنټرولولی.

 

د الجزیرې يوي کالم ليکونکې بېلېن فرناندیز د «په متحدو ايالتونو کې وسله وال تاوتريخوالی: کپيټلېزم ګرم دی» تر عنوان لاندې په يوه ليکنه کې ادعا کړې چې متحد ايالتونه ګټې تر خلکو غوره ګڼي. ليکنه کې وړاندې راغلي چې «په بوفالو سوپر مارکيټ کې، په يووالډې لومړني ښوونځي او د هايلنډ پارک په پرېډ کې د ډزو او د ډله ييزو ډزو ګڼو نورو پېښو د امريکا ژوند تعريف کړی. په متحدو ايالتونو کې د وسلو د توليد سترو شرکتونو سميت او ويسن په ۲۰۲۱ کال کې د بريديزو ټوپکونو له پلور څخه چې ډير کله د ډله ييزو ډزو په پېښو کې کارول کيږي، لږ تر لږه ۱۲۵ ميليونه ډالره ګټه کړې وه.

 

په راپور کې دغه راز ويل شوي چې په متحدو ايالتونو کې په داسې حال کې سياسي ناندرۍ ډېرې شوې دي چې ګوندونه په ټاکنو کې لاسوهنې کوي او دا چاره د استازو په جرګه کې دوه ځلې د «رياست د بحران» سبب شوې ده. دغو مسايلو د فدرالي حکومت اعتبار زيانمن کړی، داسې چې يوازې ۱۶ سلنه امريکايان پر فدرالي حکومت اعتماد لري.

 

د توکم پالنې شدیده ناروغي

 

د توکم پالنې د سختې ناروغۍ په دوام، په متحدو ايالتونو کې قومي لږه کي په سيستماتيک ډول له توپيري چلند سره مخ دي. افريقايي تورپوستي امريکايان د سپين پوستو امريکايانو په پرتله درې برابره ډير د پوليسو له لوري وژل شوي دي. د دوی د زنداني کېدو کچه هم د سپين پوستو په پرتله ۴.۵ برابره ډيره ده. د چينايي امريکانو درې پر څلورمه برخه تېر کال له توکميز توپيري چلند سره مخ شوي او ۵۴ سلنې یې ويره درلوده چې ښايي د کرکې او ځورولو اړوند جرمونه یې شخصي امنيت ته ګواښ پېښ کړي. اصلي امريکايان هم په دوامداره توګه له کلتوري جبر سره مخ دي داسې چې مذهبي باورونه او دودونه یې په پوره بې رحمۍ سره زندۍ شوي دي. د راپور پر بنسټ په متحدو ايالتونو کې د توکم پالنې نظريه په چټکۍ سره د خپريدو او له پولو د اوښتو په حال کې ده.

 

اسوشيټيډ پرېس د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۲۹مه نېټه راپور ورکړ چې د فلوريډا ايالت په جکسنويل ښار کې يوه ماسک لرونکي سپين پوستي سړي درې افريقایی توکمه امريکايان په ډزو وويشتل. ډزې کوونکي چې له توکم پالنې ډکې ليکنې کړې وې، وروسته خپل ځان هم وواژه. په هماغه ورځ (يو اېس اې ټوډې) وېبپاڼې راپورخپور کړ چې پر افريقايي توکمه تورپوستو امريکايانو د ډزو څو پېښو تورپوستي امريکايان سخت ويرولي دي. د امريکا د استازو جرګې د کورني امنيت کمېټې پخواني مشر بيني ټامسن وويل چې د جکسنوېل د ډزو د پېښې په ګډون توکميز بريدونه د تورپوستو ټولنو پر وړاندې د ډيريدونکي تاوتريخوالي برخې وې.

 

د کرکې اړوند جرمونو د ارقامو پر بنسټ چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر مياشت کې د فدرالي څېړنو د ادارې له لوري خپاره شول، په ۲۰۲۲ کال کې په متحدو ايالتونو کې د تور پوستو امريکايانو پر وړاندې د کرکې ۳۴۲۴ جرمونه شوي وو. د کليفورنيا ايالت د عدلیې وزارت د لویې څارنوالۍ د دفتر له لوري د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۷مه نېټه خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د تورپوستو پر وړاندې د کرکې اړوند جرمونو کچه په ۲۰۲۲ کال کې ۲۷.۱ سلنه لوړه شوې، داسې چې په ۲۰۲۱ کال کې د تورپوستو پر وړاندې د کرکې اړوند جرمونو کچه ۵۱۳ وه خو په ۲۰۲۲ کال کې بيا دا کچه ۶۵۲ ته لوړه شوې وه.

 

د پيو څېړنيز مرکز له لوري د شوې سروې پر بنسټ چې پایلې یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه خپرې شوې، ۶۰ سلنه اسیايي توکمو امريکايانو ويلي وو چې د خپل توکم يا قوميت له کبله له توپيري چلند سره مخ شوي دي. د اسوشيټيډ پرېس له لوري د شوې يوې سروې پايلې هم ښيي چې ۵۱ سلنه اسيايي توکمو او د ارام سمندر د ټاپوګانو اړوندو امريکايانو توکم پالنه په متحدو ايالتونو کې خورا جدي ننګونه بللې ده.

 

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۳مه نېټه د ساينس په مجله کې خپره شوې ليکنه د «چين نوښت» په چوکاټ کې د چيني ساينسپوهانو ځورونې بيانوي. د هغو ۲۴۶ کسانو له ډلې چې د متحدو ايالتونو د روغتيا انسټیټيوټ له لوري ترې پلټنې وشوې، ۱۰۳ هغو یې دندې له لاسه ورکړې او يو پر پنځمه برخه یې تر څلورو کلونو پورې د روغتيا له ملي انسټيټيوټ څخه د څېړنو لپآره د مالي مرستو له لاسه کولو منعه شول. دې چارې د هغوی مسلکي ژوند سخت زيانمن کړ. په پلټل شويو ۲۴۶ ساينسپوهانو کې ۸۱ سلنه اسيايان وو. له ۱۴۰۰ چيني الاصله امریکايانو، چې د پرينسټن، هاروارډ او ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستيتيوت په کاري موقفونو کې قرار لري، د شوې نظرپوښتنې پايلې ښيي چې ۷۲ سلنه یې د خونديتوب احساس نه لري او ۴۲ سلنه یې په متحدو ايالتونو کې له څېړنو ويره لري.

 

له تېرو څو کلونو راهيسې متحدو ايالتونو د تش په نوم ملي امنيت مفهوم د عامولو، د علمي تحقيقاتو د سياسي او وسله ييز کولو هڅه کړې چې په ترڅ کې یې د خلکو تر منځ د کلتوري، علمي او تکنالوژيکي تبادلو او همکاريو د مخنيوي لپاره مختلفې پلمې وړاندې کوي. د چين ساينس ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۱۱مه نېټه راپور ورکړ چې ګڼ شمير چيني محصلين د متحدو ايالتونو په ګمرکونو کې له غير منطقي او غير انساني چلند سره مخ شوي او پر دې نه دي بريالي شوي چې له مهالوېش سره سم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.