راپور: د ايران د وژل شوي ولسمشر د چورلکې پېښه قصدي نه وه
CMG2024/05/30 14:29:40
شريکول:

د ايران د وژل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي او مله پلاوي د چورلکې  نسکورېدو پېښې پلټونکې کېټې د مې په ۲۹مې نېټې دوهم راپور خپور کړی دی.

دغه راپو کې د چورلکې د غورځېدو پرمهال د اقليمي حالاتو په اړه  پلټنې اړينې بللې شوي دي.

يادې کمېټې په څېړنو کې تر اوسه هغه تخنيکي ستونزې، چې د دې پېښې سبب شوې وي، نه دي پيدا کړي او ويلي يې دي، چې د چورلکې عملې له پېښې مخکې د بېړني حالت راپور نه و ورکړی.

راپور هغه شکونه رد کړي، چې ګواکي چورلکه په قصدي ډول ويجاړه شوې او مخابراتي سيسټم يې په قصدي ډول ځنډول او ويجاړ شوی وي.

يادې کمېټې په چورلکې کې د الکترونيکي جنګ نښې نښانې هم نه دي موندلي.