امريکا به له اسرائيل سره دوامدارې مرستې وکړي
CMG2024/05/30 14:29:00
شريکول:

د اسرائيلي ځواکونو ټانکونه د مې په ۲۸مې نېټې د رفح ښارګوټي مرکز ته ننوتلي دي.

اسرائيلي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې ګڼو فلسطينيانو ته مرګژوبله اړولې، خو د امریکا د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو همغږي کوونکي جون کوبي‌ د مې په ۲۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې په غزې تړانګې کې د اسرائيلي ځواکونو عمليات سختې کچې ته نه دي رسېدلي.

اسرائيلي ځواکونو د مې په ۲۶مې نېټې په رفح ښارګوټي کې د کډوالو پر کېمپ هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

جون کوبي ويلي،”  اسرائيلي حکومت دغه بريد يوه تراژیدي منلې، خو دا رښتیا ده، چې په دغه برید کې يې د حماس دوه لوړپوړي چارواکي هم وژلي دي او اسرائيلي ځواکونو هم ويلي، چې په دغو بريدونو کې یې دقیق توغنديز مهمات کارولي دي، که دا څرګندونې يې رښتیا وي، نو پدې معنا به وي چې اسرائيلي ځواکونه پر حماس د محتاطو، دقیقو او هدفي بريدونو په هڅه کې دي. “

د امريکا د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي مرستيالې سکرترې سابرينا سينغ ويلي، تر اوسه هغه له دې نه ده خبره  او مالومات نه لري، چې  پر رفح د اسرائيلي ځواکونو  د ۲۶مې نېټې په بريدونو کې کارول شوي مهمات د امریکا لخوا ورکړل شوي که نه، خو په خبره یې، امريکا به له اسرائيل سره دوامدارې امنيتي مرستې وکړي.