د تايلنډ د صدراعظمۍ ماڼۍ وياند چاواچالونګ د مې په ۲۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد کابينې د بهرنيو چارو وزارت هغه مسوده تصویب کړې، چې له مخې به یې تایلنډ د برېکس رسمي غړی شي.
نوموړي په برېکس هېوادونو کې د تایلنډ شاملېدل ګټور بللي، چې په دې سره به د دغه هېواد نړيوال مقام لوړ او اقتصادي پرمختګ ته به یې نور فرصتونه برابر شي.
اوسمهال برازيل، روسيې، هند، چين، جنوبي افريقا، سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات، ايران او اتوپيا د برېکس رسمي غړي دي.