د پيسو نړيوال صندوق د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه ۵٪ ته لوړه کړه
CMG2024/05/30 10:46:38
شريکول:

 د پيسو نړيوال صندوق د مې په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې خبري ناسته ترسره کړې او د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه يې خپاره کړې ده.

د دغه صندوق لومړۍ مرستيالې ګيتا ګوپيناڅ يادې غونډې ته د نړۍ د اقتصادي حالاتو په اړه مالومات ورکړي او د ۲۰۲۴م کال او ۲۰۲۵م کال لپاره يې د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينې په جلا جلا توګه ۵ سلنه او ۴.۵ سلنه ښودلې چې دا دواړه وړاندوينې يې د اپريل مياشتې د وړاندوينو په پرتله ٪ ۰.۴ زياتوالی ښيي.

ګيتا ګوپيناڅ  د چين د اقتصادي پرمختګ د زياتوالي لامل دا ښودلی، چې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ربعې کې د چين اقتصاد ښه پرمختګ کړی او دغه هېواد په دې وروستيو کې د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه تدبيرونه نيولي دي.