د کارګرو نړيوال سازمان د ۲۰۲۴م کال لپاره د بې روزګارۍ نړیواله وړاندوینه کمه کړه
CMG2024/05/30 10:36:52
شريکول:

د کارګرو نړيوال سازمان د مې په ۲۹مې نېټې «د نړۍ کارموندنې او ټولنیز لرليد » تازه راپور خپور کړی او وړاندوينه يې کړې، چې په روان ۲۰۲۴م  کال کې به د بې روزګارۍ نړيواله کچه د ۲۰۲۳م کال په پرتله له ٪۵ څخه ٪ ۴،۹ ته راښکته شي، چې دا اندازه يې د پخوانۍ وړاندوینې (٪۵،۲) په پرتله کموالی ښيي.

ياد سازمان د ۲۰۲۵م کال لپاره هم د نړۍ د بېکارۍ کچه شاوخوا ٪ ۴،۹ ښودلې ده.