د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۰مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د دياو يوو تای په ملي مېلمستون کې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو په ۱۰مې غونډې کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين او عربي هېوادونه دې يو له بل ملاتړ وکړي او خپلمنځي اړيکې دې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو نمونه وګرځوي.
شي جين پينګ متقابل درناوی په یوې ناکرارې نړۍ کې د همغږي ژوند لار او انصاف او عدالت د تلپاتې امنیت بنسټ بللی دی.
نوموړي ويلي، هېواد به یې له عربي هېوادونو سره يو ځای د ملګرو ملتونو د منشور موخو او اصولو، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو خپلواکو انتخابونو او د تاريخ رښتيني واقعيت ته درناوى وکړي او په ګډه به د ګډې علاقې وړ مسايلو لپاره داسې حللاره پيدا کړي، چې د انصاف، عدالت او دايمي سولې لپاره ګټوره وي.
(ژباړه: شکريه)