د بريتانيې پارلمان د مې په ۳۰مې نېټې په رسمي ډول منحل شوی دی.
د دغه هېواد لومړي وزير ريشي سوناک څه موده مخکې رسنيو ته ويلي وو، چې د جولای په ۴مې نېټې به په ټول هېواد کې پارلماني ټاکنې ترسره کړي.
د بريتانيې له قانون سره سم، له پارلماني ټاکنو ۲۵ ورځې مخکې پارلمان منحل کيږي، خو د لومړي وزير په شمول د کابېنې ټول وزيران به پر خپل ځای وي او د نوي پارلمان او کابېنې تر جوړېدو پورې به دندې ترسره کوي.