ایران او سوریې د دوه اړخیزو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی
CMG2024/05/31 10:20:13
شريکول:

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د مې په ۳۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په همدې ورځ په پلازمېنې تهران کې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره کتلي او د دوه اړخيزو همکاريو د لا پراختيا په اړه ورسره غږيدلی دی.

خامنه يي له نوموړي سره په خبرو کې د ایران او سوریې ترمنځ ټينګې اړيکې ډېرې مهمې بللي او ويلي يې دي، چې د سوریې د سیاسي نظام د نسکورولو په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو او په سیمې کې د هغوی ملګرو هڅې ناکامې شوې دي.

نوموړي ويلي، ایران او سوریه باید د امریکا او اروپا له سیاسي او اقتصادي فشارونو څخه د وتلو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې او معیاري کړي.

بشار الاسد د څرخکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د مخکيني ولسمشر ابراهيم رئیسي په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، د سوریې او ایران اړیکې ستراتیژیک اهمیت لري.