شي جين پينګ د تونس له ولسمشر قیس سعيد سره وکتل
CMG2024/05/31 15:56:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۱مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تلار کې د تونس له ولسمشر قیس سعيد سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

قیس سعيد د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو د ۱۲مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د رسمي لېدنې په پار بېجينګ ته تللی دی.

دا چين ته د تونس د ولسمشر په توګه د نوموړي لومړی سفر دی او له ۲۰۲۲م کال راهیسې يې له شي جين پينګ سره دويمه لېدنه ده.

چين او تونس د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو په تېرو ۶۰ کلونو کې د نړيوالو حالاتو له بدلون سره سره يو بل ته درناوی کړی، يو له بل سره يې مساوي چلند او ملاتړ کړی دی.  

رئیس شي جين پينګ ويلي، هېواد يې غواړي له تونس سره د نوې زمانې د دوديزې دوستۍ د ساتلو، په بېلا بېلو برخو کې د تبادلې او همکارۍ د ژورتيا او د دواړو اړخونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ولسمشر سعيد د تونس او چين اړيکې ډېرې ښې بللي او ويلي يې دي، دواړه هېوادونه ګډ اصول، ګډې هيلې او ګډې موخې لري او د ټولو انسانانو د ګډو هيلو د پوره کولو لپاره کوښښونه کوي.

(ژباړه: شکريه)