په بېجینګ کې د چین او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو ۱۰مه غونډه ترسره شوه
CMG2024/05/31 14:55:47
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو لسمه غونډه د مې په ٣٠مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د عربي لوري له مشر او د موريتانيا له بهرنيو چارو وزير محمد سليم مرزوګ سره په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.

په دغې غونډې کې د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او استازو هم  ګډون کړی و.

وانګ يي ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د سوله ييز پرمختګ، د تمدنونو تبادلې او د نړيوالې ادارې په برخو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکو ته ډېر مهم اهمیت ورکړی او وړانديز يې کړی، چې دواړه خواوې دې په ګډه د چين او عربي هېوادونو د پنځو سترو همکاريو چوکات جوړ کړي.

رئيس شي جين پينګ اعلان کړی، د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ ۲مه سرمشريزه غونډه به د ۲۰۲۶ کال په چين کې ترسره شي او په وينا يې، دواړه خواوې دې د مشرانو موافقې او د دغې غونډې پايلې عملي او متقابل ستراتيژيک باور دې لا پياوړی کړي، د يو بل له اصلي ګټو څخه دې ټينګ ملاتړ وکړي، د نړيوالې ادارې پر سمې لارې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او د دغه فورم په پر له پسې تر سره کېدو سره د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته پرمختګ ورکړي .

 د غونډې ګډونوالو ويلي، چې عربي هېوادونه او چين ګډ اصول، مفهومونه او ګډ وړاندیزونه لري. دوی د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د پرمختګ لاره او د  پنځو سترو همکاريو چوکاټ ډېر مهم او هڅوونکي بللي، چې د عربي هېوادونو او چين د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ د چټکتيا لپاره به پياوړی ځواک برابر کړي.