"چين او نړۍ: همکارۍ، ننګونې او ګډې ګټې " ځانګړی سمينار د مې په ۳۰ مې نېټې د چين میډيا ګروپ او د چين ژن مين پوهنتون په ګډ کوربتوب د دغه هېواد په پلازمينې بېجینګ کې ترسره شو .
د چين دولت رئیس شي جين پينګ درې کاله وړاندې نړۍ ته د خبر رسولو توان د لوړولو په تړاو يوه وينا کړې وه او دغه سمينار د نوموړي د همدې وينا په وياړ ترسره شوی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ ياد سمينار ته ويډيويي وينا کړې او د چين ژن مين پوهنتون رئیس لين شانګ لي بيا په ياد سمينار کې حضوري ګډون او وينا کړې ده.
په دغه سمينار کې د چين ميډيا ګروپ د عمومي مدير مرستيال او د سي جي ټي اېن عمومي مدير فان يون او د چين د سي ار ار سي ګروپ اجرائيوي رئيس وانګ ان هم ګډون کړی و.