د چين او منځنۍ اسيا پېښو ته د رسېدنې همکاريز ميکانيزم جوړ شو
CGTN2024/05/31 10:12:14
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا پېښو ته د رسېدو وزيرانو غونډه د مې په ۳۰ مې نېټې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سیمې په مرکز اورومچي ښار کې ترسره شوه او د چين او منځنۍ اسيا پېښو ته د رسېدنې همکاريز ميکانيزم د جوړېدو اعلان پکې شوی دی.

 یاده غونډه"د دوديزې دوستۍ دوام او د امنيت او پرمختګ لپاره ګډې هڅې" په سرليک ترسره شوې ده.

د چين، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په دغې غونډې کې پېښو ته د رسېدنې د همکاريز میکانيزم د جوړولو يادښت لاسليک او پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ عملياتي پلان (۲۰۲۴-۲۰۲۶) تصويب کړی او پدې برخه کې يې د يوې کاري ډلې د جوړېدو اعلان کړی دی.

د چين پېښو ته د رسېدنې ادارې مسئولينو د یاد همکاريز ميکانيزم جوړېدل د شپږو ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د ګټورو او صادقانه همکاريو د ژورتيا لپاره مهم ګام او نوی پلاټفورم بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له روانې غونډې کار واخلي او له بېلا بېلو خواوو سره به خپلمنځي اړيکې پیاوړې او همکارۍ به ورسره نږدې کړي، د شپږو هېوادونو د مشرانو اړوندې ګډې موافقې به ښې پلې کړي، د سيسټمونو او ميکانيزمونو ترمنځ اتصال به تقويه کړي، پېښو ته د رسېدنې چارې به ښې پرمخ یوسي، کوچنۍ او باکيفيته همکاريزې پروژې به ترسره کړي او د خپلمنځي تماس نيولو لارې چارې به بشپړې کړي، څو پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د شپږو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ثابته او اوږند مهاله وده ومومي او په رښتینو اقداماتو د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وشي.