د چين او امريکا دفاع وزيرانو د خپلمنځي اړيکو، تايوان او جنوبي سمندر په اړه د نظريو تبادلې کړي
CMG2024/05/31 16:11:33
شريکول:

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د مې په ۳۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د هېواد دفاع وزير دونګ جون په سینګاپور کې له امريکايي سیال لویډ اوستين سره کتلي او د ځينو مسئلو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي د دواړو سیالانو ترمنځ د دې لېدنې موخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا د ولسمشر جو بايډن د اجماع پلې کول او د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ د اړيکو پرمخبېول ښودلي دي.

دواړو وزيرانو د متقابلو اړيکو، تايوان مسئلې، د چين د جنوبي سمندر مسئلې، اوکراين کړکېچ او د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د روانې شخړې په اړه د نظريو مثبتې او ارزښتناکې تبادلې کړې دي.

د چين دفاع وزير دونګ جون له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې د دواړو پوځونو ترمنځ د سوتفاهمونو د لرې کولو او د متقابل اعتماد جوړولو لپاره اړينې دي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه بايد حقایق له پامه و نه غورځوي، يو پر بل باید تورونه ونه لګوي او يو پر بل باید حملې ونه کړي.

(ژباړه: شکريه)