شي جين پينګ او د ماليزيا لوی مشر انور بن ابراهيم د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کاليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2024/05/31 16:13:49
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د ماليزيا  لوی مشر انور بن ابراهيم د مې په ۳۱مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کاليزې د نمانځنې په موخه یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په پيغام کې چين او ماليزيا زرګونه کلن تاريخ لرونکي، ښه ګاونډيان، دوستان او همکاران بللي دي او ويلي يې دي، چې هغه به له انور ابراهيم سره د چين او ماليزيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مشري وکړي، څو دواړه هېوادونه پرله پسې نوې لاسته راوړنې ولري، خلکو ته يې ښې ګټې ورسيږي او د سيمه ييزې سمسورتيا او ثبات لپاره لازیات خدمتونه برابر شي.

انور بن ابراهيم په پيغام کې ويلي، چې ماليزيا او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، د متقابل احترام او باور پر بنسټ مهمې لاسته راوړنې لري او د همکاريو لوړه کچه او ستراتيژيک اهميت يې په بشپړه توګه څرګند دی.