ترکيې د ۲۰۱۶م کال په ناکامې کودتا کې د لاس لرلو په تور ۹۰ کسان نیولي
CMG2024/05/31 10:56:01
شريکول:

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکا د مې په ۳۰مې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد پولیسو په تېرو ۴ ورځو کې هغه ۹۰ مشکوک کسان نيولي، چې د ۲۰۱۶م کال د کودتا په هڅې کې يې لاس درلود.

 

یرلیکا په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې د ترکیې پولیسو په تېرو ۴ ورځو کې د دغه هېواد په ۱۷ ولایتونو کې عملیات ترسره کړي او د ۲۰۱۶ م کال په کودتا کې د لس لرلو په تور يې ۹۰  کسان نیولي، چې له ګولن غورځنګ سره نږدې تړاو لري.

د ۲۰۱۶م کال په جولای کې په ترکیې کې د پوځي کودتا ناکامه هڅه شوه او د ترکیې حکومت همغه وخت پر "ګولن غورځنګ"  په دغې کودتا کې د لاس لرلو تور ولګاوه.

 فتح الله ګولن او پلويانو يې ياد غورځنګ جوړ کړی دی.