شهباز شریف چين ته د پاکستان د مخابراتي سپوږمکۍ د توغولو په پار مبارکي وویله
CMG2024/05/31 10:21:20
شريکول:

 د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف د مې په ٣٠مې نېټې چين ته د دې په پار مبارکي ويلي، چې د پاکستان د څو دندو مخابراتي سپوږمکۍ یې په برياليتوب فضا ته توغولې ده.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې ياده سپوږمکۍ د چين د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو مرکز څخه توغول شوې ده او دغې بريالۍ دندې د پاکستان او چين ترمنځ ټينګې همکاریزې اړیکې، د فضا او مخابراتو په برخو کې د دغه هېواد ستر پرمختګ، ساینسي او ټېکنالوژیکي ځواک او پټ توان او روښانه راتلونکی ثابت کړي دي.

اعلاميه وايي، پاکستان به له چين سره د همکارۍ له لارې خپل پرمختګ ته وده ورکړي او د خلکو د ګټو لپاره به له ټېکنالوژۍ څخه کار واخلي.